د پوهنتون د رئیس پیغام

محترم دکتور شیر علي "ظریفي"

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه!

د دعوت پوهنتون ویاړ لري چې - د الله تعالی په مرسته - له کلونو راپدې خوا د افغانستان د مصیبت ځپلي ولس د پوهاوي او پرمختګ په ډګر کې چوپړ کوي، دا پوهنتون د دعوت او جهاد د پوهنتون امتداد او پیلامه ده، چې د ۱۳۶۳ - ۱۳۷۵هـ ش کلونو په موده کې ېې د هجرت په محیط کې هیواد والو ته علمي خدمات تر سره کړي. بیا د سیاسی وضعیت د ترینګلتیا له کبله پوهنتون یوې وقفې ته ولاړ، په ۱۳۸۸ هـ ش کال ېې بیا خپل فعالیت پیل کړ، چې همیشه مخ په غوړیدا او پرمختګ وو او د الله تعالی په توفیق به خپل دې یون ته دوام ورکوي.

د دعوت پوهنتون متعهد دی چې خپل ټول په لاس کې امکانات په کار واچوي څو خپل ګران محصلین، د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د پوهې او مهارت لوړو پوړویو ته ورسوي. په اسلامی عقایدو او اخلاقو سمبال او نیکو اعمالو ته ملتزم شي او په خپلو علمی څانګو کې تر ممکنه حده پورې قابلیتونه تر لاسه کړي.

د دعوت پوهنتون خپلې دې موخې ته د رسیدو په لار کې منظم او ټاکلي پلانونه او ګامونه لري، چې دا ویبسایت به د دې پوهنتون له ځینو لاس ته راوړنو، کړنو او وسایلو څخه ګران هیوادوال او مینه وال خبروي.

زه د دې په ضمن کې چې خپلو درنو هیوادوالو او ګرانو محصلینو ته زیری او ډاډ ورکوم، له الله تعالی نه د پوهنتون درنو معاون صاحبانو، رییس صاحبانو، استادانو او اداري او خدماتي موظفینو ته ستر اجر او د دنیا او آخرت سوبتیاوې او نیکمرغۍ غواړم.


دکتور شیر علي ظریفي

د دعوت پوهنتون رییس

دکتور شیر علي ظریفي
© تمام حقوق برای پوهنتون دعوت محفوظ است.
دیزاین و توسعه داده شده توسط: آمریت تکنالوژی معلوماتی پوهنتون